د امریکا سفیر د یو شمېر طالب بندیانو د خوشې کېدو ستاینه کړې

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د افغانستان د حکومت له لوري د طالبانو د یو شمېر بندیانو د خوشې کېدو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د جوړ جاړي لپاره د سیاسي فضا د برابرولو هڅې کوي.

جان بس نن د جون په ۱۱مه پر ټوېټر لیکلي چې دایمي سوله له ټولو خواوو عفوې ته اړتیا لري.

خو د جان بس په لیکنه، د طالبانو له زندانونو بندیان نه خوشې کېږي، بلکې د افغانستان امنیتي ځواکونه یې په پوځي عملیاتو کې خوشې کوي.

د امریکا سفیر د افغانستان امنیتي ځواکونه ستایلي چې په وروستیو کې یې سلګونه افغانان له زندانونو ازاد کړي دي.

وسله‌والو طالبانو نن په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د حکومت له لوري د زندانیانو په ۸۸۷ کسیز لېست کې چې خوشې کېږي، یوازې ۲۶۱ تنه د دوی زندانیان دي.

د وسله‌والو طالبانو په بیان کې لیکل شوي چې دوی د دې بهیر د دوام غوښتنه لري.