د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۶ ملکي وګړي وژلي

د کندهار نقشه

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې نن د جون په ۱۱مه، په چاودنه کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول.

د ازادي راډیو د خبریال په حواله، چاودنه نن سهار څه باندې لس بجې شوې ده.

د کندهار د امنیه قوماندان سکرتر، قسیم ازاد ازادي راډیو ته وویل چې د ملکي وګړو یو موټر په‌دې چاودنه کې الوتلی او ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

په وژل شویو کې څلور کوچنیان او دوه لویان دي.

د حملې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.