لبنانی وګړی نزار زکا چې په ایران کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور زنداني و، خوشې شو او د لبنان د امنیت د رئيس په بدرګه بېروت ته لاړ.
لویدیځ خبري اژانسونه نن، د جون په یولسمه، د ناڅرګندو لبناني چارواکو په حواله وايي چې نزار زکا له جنرال ابراهیم عباس سره په یوه الوتکه کې له تهرانه د بېروت پر لور الوتلی دی.
د ورځې په پېل کې د ایران د قضائیه قوې ویاند، غلام حسین اسماعیلي ویلي و چې قضائیه قوې د نزار زکا له مشروطې ازادۍ سره موافقه کړې ده.
اسماعیلي ویلي و چې نزار زکا به د لبنان حکومت ته وسپارل شي خو نور جزئیات یې نه و ورکړي.
نزار زکا چې د امریکا ګرین کارد لري او د واشنګټن استوګن دی په ایران کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی او په لس کاله زندان محکوم شوی دی.
د لبنان ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر د ایران له دولته غوښتنه کړې وه چې نزار زکا عفو کړي.
ایران رسنیو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې تهران به نزار زکا په لبنان کې د حزب الله د ډلې مشر حسن نصرالله ته د درناوي له مخې خوشي کړي.