د بغلان والي احمد بسیم فرید نن د جون په ۱۱مه وویل چې د وسلهوالو طالبانو پر یوه زندان په عملیاتو کې ۳۴ زندانیان خوشې شوي دي.
عملیات د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې شوي دي.
د بغلان والي ویلي چې دا په شمال زون کې د وسلهوالو طالبانو مهم غیر قانوني زندان و.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن پر ټوېټر لیکلي چې په مرکزي بغلان کې له زندانه په خوشې شویو کسانو کې ۷ د ملي اردو، ۷ د پولیسو او ۳ د ملي امنیت ریاست عسکر دي.
رحیمي ویلي چې ۱۷ تنه ملکي وګړي هم ازاد شوي دي.
وسلهوالو طالبانو پهدې اړه خبرې نهدي کړي.