د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ګُرجستان له صدراعظم سره ګوري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو به نن د جون په ۱۱مه د ګُرجستان له صدراعظم مموکا بختادژې سره په واشنګټن کې وګوري.

دواړه خواوې به د امریکا او ګرجستان لپاره پر مهمو مسئلو وغږېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، مورګن اورتېګس پرون وویل چې د امریکا متحد ایالات له ګرجستانه په جلا شوې سیمه، جنوبي اوسېتا کې وروستي پارلماني انتخابات په رسمیت نه پېژني.

اورټیګس ویلي چې د جنوبي اوسيتا په اړه د امریکا دریځ څرګند دی او واشنګټن جنوبي اوسیتا د ګُرجستان د خاورې برخه ګڼي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې واشنګټن په کلکه د ګُرجستان د خاورې د بشپړتیا او د ګُرجستان د پولو چې نړیوالو په رسمیت پېژندلې، درناوی کوي.

د جنوبي اوسیتا د پارلمان د ۳۴ څوکیو لپاره نږدې سلو کاندیدانو د تېرې یکشنبې په ورځ په انتخاباتو کې برخه واخېسته.

د ګُرجستان حکومت دا انتخابات غندلي او د خپلې خاورې پر بشپړتیا یې څرګند تېری بللي دي.