د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د مارکیټ او سړو خونو نشتوالي بزګرانو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسولی.
د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجي اغا نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له دې امله بزګران اړ دي چې کرنیز محصولات په ارزانه بیه وپلوري.
دی وايي: "اوس مهال د هندواڼو، رومي او د نورو توکو بیې ډېرې ښکته شوي، دولت ورته مارکیټېنګ نهکوي. دا یو دردوونکی خبر دی او دولت باید ورته جدي پاملرنه وکړي."
نوموړي وویل، که د بزګرانو دغه ستونزه هواره نهشي، دوی به اړ شي چې په راتلونکي کې کرنې څخه لاس واخلي.