په قزاقستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان شول

د قزاقستان د انتخاباتو د رأیو صندوق د انتقال په حال کې

د قزاقستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستي نتایج چې د موقت ولسمشر قاسم جومارت توکایف قاطع بریا تأییدوي، نن اعلان کړل.

توکایف چې پخواني دیکتاتور ولسمشر نورسلطان نظربایف د خپل ځای ناستي په توګه غوره کړی و، د کمېسیون د اعلان له مخې په سلو کې نږدې یو اویا رأیې ګټلې دي او پخواني ژورنالېست امیرجان قوسانوف په زیات توپیر په سلو کې د ۱۶.۲۳ رأیو په ګټلو سره دوهم شوی دی.

په قزاقستان کې د جون د نهمې د ولسمشرۍ د انتخاباتي کمپاینونو په جریان کې د حکومت پرضد پراخې مظاهرې وشوې او د حکومت په ځوابي اقدام کې سلګونه سوله ییز اعتراض کوونکي ونیول شول.

نن سهار د قزاقستان د لوی ښار الماتي په ځینو ناحیو کې د راپورونو له مخې پولیسو یو شمېر اعتراض کوونکي وروسته له هغه ونیول چې د انتخاباتو د نتایجو پرضد د اعتراض لپاره راټول شول.