دفاع وزارت: په افغانستان کې د داعش فعالیتونه په کمزوري حالت کې دي

ارشیف، افغان سرتېری د داعش په وړاندې د عملیاتو په حال کې

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په دغه هېواد کې د داعش ډلې فعالیتونه د پخوا پرتله په کمزوري حالت کې دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا

ډله د ننګرهار او کونړ په ځینو سیمو کې لا هم فعالیت لري، خو وایي چې په نورو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ځپل شوې ده.

ده زیاته کړه:

"چون دا یوه بهرنۍ پدیده ده، په افغانستان کې د دوی ځای نشته، له دوی سره د خلکو ملاتړ نشته، دوی په جوزجان، زابل او کندهار کې محوه شول، اوس هغوی په یوه کمزوري وضعیت کې دي او موږ کوښښ کوو چې ختم شي."

د افغانستان دفاع وزارت تر دې څرګندونو یوه ورځ دمخه په افغانستان کې مېشت د امریکا یوه استخباراتي چارواکي ویلي وو چې داعش ډله له افغانستانه لوېدیځ په تېره بیا امریکا ګواښي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي وو چې داعش ډله په سوریې او عراق کې د سیمو له لاسه ورکولو وروسته د افغانستان د شمال لوېدیځ په غرنیو سیمو کې د پراخېدو په حال کې ده او نور کسان ګماري.

داعش یا اسلامي دولت ډله دا مهال د افغانستان د شمال او ختیځ په ځینو سیمو کې فعالیت لري.

دغې ډلې په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې خپل موجودیت اعلان کړ.