د ننګرهار د والي ویاند: په شېرزادو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف، په ننګرهار کې د افغان ځواکونو یو انځور

افغان چارواکي د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د درېیو پاکستاني اتباعو په ګډون د دېرشو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دوشنبې په شپه د شېرزاد په کوديخېلو سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو عملیات وکړل.

ده وویل:

"په دې عملیاتو کې د بدري په نوم د وسله والو طالبانو د سرې قطعې دېرش کسیز ګروپ وژل شوی چې په دې کې درې پاکستاني اتباع چې قوماندانان یې وو، هم وژل شوي، د ولایت په کچه د دوی مخابراتي دستګاه تخریب شوې ده او دغه راز یې دوه مرکزونه چې په هغه کې موټر، وسلې او مهمات وو، له منځه وړل شوي دي."

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، په دې عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې څوارلس نور کسان ټپیان شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت هم په ټوېټرپاڼه دا پېښه تأیید کړې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.