په قزاقستان کې د معترضینو نیول دوام لري

د قزاقستان پولیس د معترضینو د نیولو په حال کې

له قزاقستانه راپورونه وایي چې چارواکي د الماتان په ځینو برخو کې د معترضینو نیولو ته دوام ورکوي.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې سلګونه کسان د قزاقستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د رسمي پایلې له کبله په الماتا ښار کې په اعتراض راوتل.

هغه ویډیو چې د شپې مهال اخيستل شوې او ټولنیزو رسنیو ته راووتله، ښیي چې لسګونه کسان د پولیسو له ځانګړې قطعې د تېښتې په حال کې دي.

د قزاقستان د انتخاباتو د کمېسیون چارواکو د جون په لسمه وویل چې د دې هېواد موقت ولسمشر قاسم جومارت تکایف څه باندې ۷۰ سلنه رأیې اخيستي دي.

رأیې ورکوونکو د جون په نهمه د یکشنبې په ورځ د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره خپلې رأیې وکارولې.