په جوزجان کې یوه ځوانه ښځه زندۍ شوې

ارشیف، په بامیان کې د یوه ښځینه جسد انځور

په جوزجان کې سیمه ییز چارواکي وايي، یوه ځوانه ښځه د شبرغان ښار په یوه سیمه کې زندۍ شوې ده.

د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق نن ازادي راډیو ته وویل، پېښه تېره شپه رامنځته شوې.

انیق وايي، د مژده په نوم د دې شل کلنې او د نوې واده شوې ښځې د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې دي.

درې ورځې مخکې د شبرغان په ښار کې یوه بله ۲۴ کلنه نجلۍ هم وژل شوې وه.