د سرپل د قشقري سیمې د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شوي

ارشیف، د سرپل د سانچارک ولسوالۍ یو انځور

د سرپل چارواکي وايي، له وسله والو د دې ولایت د قشقري سیمې د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

دا سیمه د تېلو بډایه سیمه ده.

د سرپل والي عبدالقادر اشنا نن ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات تېره شپه پیل شوي دي.

ده وویل:

"هغه سیمه چې اوس په کې عملیات روان دي، قشقري او داغاوي دي، وروسته له هغې په سوزمه کلا کې عملیات کېږي او په ترتیب ټولې له لاسه وتلې سیمې بېرته نیسو."

د سرپل والي وویل، دوی غواړي چې ورته عملیات په بلخاب ولسوالۍ کې چې د حکومت له کنټروله وتلې ده، هم ترسره کړي.

نوموړي همدارنګه وویل، هوايي ځواکونه به د کوهستاناتو ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د وسله والو د روزنې پر مرکزونو هوايي ګوزارونه وکړي.

په عین حال کې د سرپل د ولایتي شورا ځیني غړي وايي، طالبانو په دې وروستیو کې د قشقري د تېلو لرونکې سیمې، سوزمه کلا ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې کړي، یو شمېر سرتېري یې وژلي او ځینې سیمې یې نیولي دي.