په هرات کې تېره شپه ۱۱ افغان پوله ساتي سرتېري وژل شوي

د هرات یو انځور

راپورونه وايي چې یولس تنه افغان پوله ساتي سرتېري تېره شپه د هرات په اسلام کلا او تورغنډۍ کې د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او یولس تنه نور ټپیان شوي دي.

د هرات د سرحدي پولیسو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه وروسته له هغې وشوه چې وسله والو طالبانو په تورغونډۍ کې د سرحدي ځواکونو د څلورم او پنځم کنډک پر پوستو او په اسلام کلا کې د درېیم کنډک پر پوستو بریدونه وکړل.

دا سرچینه وايي، په تورغونډۍ کې د دې بریدونو پر مهال شپږ سرتېري او یو بریدمل وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو دې چارواکي په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، په اسلام کلا کې بیا په سړک کې د ایښودل شوي ماین چاودنې څلور سرتېري وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پېښه تأیید کړې، خو په دې اړه یې د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.