په قزاقستان کې تر پرونيو انتخاباتو وروسته د نظرپوښتنو نتايج ښيي چې مؤقت ولسمشر قاسم جومارت توقایف د پام وړ بریا خپله کړې ده.
دى د پخواني مستبد ولسمشر نور سلطان نظربايف لهخوا د ده د ځای ناستي په توګه غوره شوى و.
د ولسمشرۍ د دغو ټاکنو چې د سلګونه سولهييزو اعتراض کوونکو نيول کېدل هم ورسره مل وو، لومړنۍ نظرپوښتنه ښيي چې توقايف ښايي په سلو کې تر ٧٠ زياتې رأيې ګټلې وي.
په دوهم کتار کې بل کانديد پخوانى ژورنالېست امير جان قوسانوف راغلى چې ښايي نږدې ١٦ فيصده رأيې یې ګټلې وي.
تمه کېږي د دغو انتخاباتو لومړني رسمي نتايج په څو ساعتونو کې اعلان شي.
تر وخت مخکې دغه انتخابات پرون وشول چې توقايف له شپږو هغو کانديدانو سره مخامخ وو چې خلک يې چندان نه پېژني.
د انتخاباتو پر مهال لاريونونه وشول چې په جريان کې يې په سلګونو کسان ونيول شول.
يوه لاريون کوونکي پرون د ازادۍ راډيو قزاقۍ څانګې ته وويل: "موږ غواړو قانوني حقونه مو د حکومت لهخوا د قزاقستان د اساسي قانون او نورو قوانينو له لارې تضمين شي چې د بيان ازادي تجربه کړو."
هغه مظاهرې چې د انتخاباتو د کمپاينونو پر مهال پيل شوې وې، پرون د انتخاباتو په ورځ هم روانې وې، خو پوليسو د هغوى د پاى ته رسولو لپاره چټک اقدام وکړ.
مظاهرهچيانو اعتراض درلود چې دا انتخابات عادلانه نهوو.