د ایران د بهرنیو چارو وزیر: اروپا دې پر ايران انتقاد نه‌کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

په‌داسې حال کې چې نن دوشنبه د جرمني د بهرنيو چارو وزير تهران ته ځي، د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي، اروپايي هېوادونه دې پر ايران انتقاد نه‌کوي چې هڅه کوي خپل پوځي ظرفيتونه زيات کړي.

ايراني رسنيو د محمد جواد ظريف هغه خبرې رااخيستي چې پرون‌يې ويلي: "اروپايان په هغه موقف کې نه‌دي چې د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون له چوکاټه دباندې مسايلو په اړه پر ايران انتقاد وکړي."

د ايران د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په‌داسې حال کې کړي چې د جرمني د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس «Heiko Maas» نن په تهران کې له چارواکو سره خبرې کوي.

دى به له ايراني لوري سره د اټمي تړون د خوندي پاتې کېدو پر لارو چارو بحث وکړي.

که څه هم د امريکا متحده ايالات تېر کال له دغه اټمي تړونه په يو اړخیز ډول وتلی، خو د تړون اروپايي لاسليک کوونکي فرانسه، بريتانيا او جرمني د دغه تړون د برحاله پاتې کېدو لپاره هڅه کوي.