چارواکي: په کندهار کې د دولت تر ٥٠ زيات مخالف وسله وال وژل شوي

د کندهار د مرکز یو انځور

د ملي اردو چارواکي وايي، په کندهار کې په پوځي عملياتو کې د دولت تر ٥٠ زيات مخالف وسله وال وژل شوي دي.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند وايي، دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په خاکرېز، میوند، ميانشین او شاوليکوټ کې شوي دي.

يحيى علوي وايي، په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان هم شامل دى.

ده وویل:

"له دښمن سره نښته شوې چې د محمود په نوم يې يو قوماندان چې په بديع جان مشهور و، هم وژل شوى دى، جسد يې له يو ميل پیکا سره د درېيمې لوا پرسونل ته په لاس ورغلى دى."

ښاغلى علوي وايي، په دغو عملياتو کې ٩ نور وسله وال ټپيان شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند همداشان وویل چې له پرون راهيسې په زابل او ارزګان کې هم په پوځي عملياتو کې د دولت ٢٢ مخالف وسله وال وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي.

طالبانو د افغان ځواکونو د دغو عملياتو په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.