د هلمند په واشير ولسوالۍ کې ۱۱وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف، په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو یو انځور

د هلمند په واشير ولسوالۍ کې ۱۱وسله وال طالبان وژل شوي دي.

۲۱۵ میوند قول اردو نن وويل، په واشير کې د تصفيوي عملیاتو پر مهال چې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره و، ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د دې قول اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن عبدالقدیر بهادرزی وايي، د ملي اردو څلورمې پلې لېوا د بهرنیو ځواکونو په مرسته د واشیر ولسوالۍ ځينې سیمې له وسله والو طالبانو بېرته نيولي دي.

بهادرزي وویل، د عملیاتو پر مهال ۶ تنه وسله وال طالبان او ۳ نور مشکوک کسان نیول شوي هم دي.

تر دې مهاله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.