راپورونه: لويې څارنوالۍ د کرام الدين کريم د نيولو حکم صادر کړ

د افغانستان د فوټبال فدراسيون پخوانی مشر کرام الدين کریم

ځينو رسنيو راپور ورکړى چې د افغانستان لويې څارنوالۍ د هېواد د فوټبال فدراسيون د پخواني مشر کرام الدين کريم د نيولو حکم صادر کړ.

دا حکم په داسې حال کې صادرېږي چې پرون د فوټبال نړيوال فدراسيون ښاغلى کریم په نړیواله کچه د تل لپاره له فوټبال سره له تړلو فعالیتونو منعه کړ.

د فیفا د اخلاقي کمېټې قضايي څانګې پرون کرام الدين کریم د خپلې دندې له واکونو څخه په ناوړه استفادې او د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم د څو لوبغاړو په جنسي ځورونې مقصر وباله او نوموړی یې یو میليون ډالر جریمه هم کړ.

د فیفا په بیان کې راغلي چې دغو ښځینه لوبغاړو کرام الدین کریم له ۲۰۱۳ میلادي کاله تر ۲۰۱۸ میلادي پورې موده کې څو وارې په جنسي ځورونې تورن کړی و.