د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي چې د کابل د ارغندي چوک یو وار بیا د باروړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاص شو.
د دې بورډ رئیس رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل:
"نن بیا ځلې موټرو ته په په دې لاره د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه، د فراه، نیمروز، کندهار او هلمند سوداګر کولای شي چې بار واخلي."
د کابل ښار د ارغندي چوک د امنیتي سکنرونو د خرابوالي له امله له تېرو پنځو ورځو راپه دېخوا د باروړونکو موټرو په په مخ تړلی و.
د ښاغلي حاجي اغا په خبره، په دې پنځو ورځو کې افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.