په شمالي وزيرستان کې په يوه چاودنه کې ۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي

ارشیف، د پاکستاني سرتېرو یو انځور

په شمالي وزيرستان کې په يوه چاودنه کې نن دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او ٣ نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، دغه سرتېري په بويه ديګان ولسوالۍ کې په ګزمه بوخت وو چې موټر يې پر يوه منفجره وسيله وربرابر شو.

تر دې مخکې د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې د شمالي وزيرستان په دته خېلو کې پرون په ورته پېښه کې څلور پوځيان وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي وو.

پاکستاني طالبانو نن په هغه ايمېل کې چې د ازادي راډيو مشال څانګې ته يې لېږلى، د پرونۍ حملې مسؤليت منلى دى.

پرون په جلا پېښه کې د شمالي وزيرستان په ګاريوم سيمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا يو پاکستانى سرتېرى په ډزو وژل شوى دى.