په ارزګان کې یو شمېر زندانیان وایي چې بېګناه زندان ته اچول شوي

د ارزګان زندانیان

په ارزګان کې یو شمېر زندانیان ادعا کوي چې بېګناه زندان ته اچول شوي دي.

د ارزګان ولایت د لوي محبس یو شمېر زندانیانو ازادي راډيو ته وویل چې کلونه کېږي چې دوسیه یې نه څېړل کېږي او بېګناه په زندان کې ناست دي.

په ورته وخت کې د ارزګان د استېناف څارنوالۍ او محکمې مسؤلین د بندیانو دغه ادعا ردوي او وايي چې دوی هیڅ بېګناه کس زندان ته نه دی اچولی.

په دې اړه نور حال د ازادي را‌ډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور