د امريکا متحدو ايالتونو ترکيې ته د جولاى تر ٣١مې مهلت ورکړ چې له روسيې د ميزايل د دفاعي سېستم پر رانيولو له سره غور وکړي.
واشنګټن وايي، که انقره د روسيې دغه دفاعي سېستم وپيري، د امريکا په مشرۍ د F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو په پروژه کې به د خپل ګډون فرعي قرارداد له لاسه ورکړي.
د پيرېدلو او ساتنې په چارو کې د امريکا د دفاع وزارت مرستيالې ايلين لورد نن خبريالانو ته وويل:
"که ترکيه له روسيې د ميزايلو د دفاعي سېستم د رانيولو موافقه فسخه نه کړي، امريکا به هغه ترکي پيلوټان اخراج کړي چې د F-35 ډوله جنګي الوتکو د کارونې په اړه په امريکا کې روزل کېږي."
ترکيه چې د ناټو غړې او د امريکا متحده ده، روسيې ته خپل پرسونل لېږلى چې د S-400 ډوله دفاعي سېستم په برخه کې وروزل شي.
ترکيې په عين حال کې امريکا ته خپل لږ تر لږه دوه پيلوټان لېږلي چې د F-35 ډوله جنګي الوتکو کارونه زده کړي.
ترکيې د امريکا ساخت ١٠٠ دغه جنګي الوتکې د پوځي کارونې لپاره رانيولې دي.