ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د نورو په پرتله زیات ځنګلونه لري چې شااوخوا یو ميلیون او درې سوه زره هکتاره ځمکه يې نیولې ده.
په تېرو درېيو لسیزو کې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو له خوا دغه ځنګلونه د برقي ارو په وسیله پرې شوي، په قاچاقي ډول پاکستان او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته وړل شوي چې اوس هم د ځنګلونو وهل په یو شمېر سیمو کې دوام لري، د همدې ځنګلونو له وهلو سره د چاپېریال ښکلا کمه شوې ده.
د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي چې د ځنګلونو ساتل او بیارغول د ولسونو او دولت ګډه دنده ده چې په دې وروستیو کې د یادو ولایتونو قومونو د ځنګلو په وهلو بندیز لګولی دی.
د پکتیا اوسېدونکي انورخان صدیقي ازادي راډیو ته وویل:
"مخکې یې ځنګلونو سره بې پروایي کوله، بې موجبه او ډېر په ظلم سره به يې پرې کول او ځنګلونو ته به ډېر زیان رسېده، اوس ولسونو او قومونو هغه پخواني تړون ته مخه کړې چې د ځنګلونو ساتلو لپاره اربکیان نیسي، هغوی له ځنګلونو ساتنه کوي، هغه کسان چې ځنګلونه وهي، د هغوی مخه يې نیولې، ډېر سخت قانون روان دی، هر څوک چې یوه ونه ووهي، یايې څانګه پرې کړې، هغوی ته جرمانه ټاکل شوې ده."
نورستان هم د ډیورند پر کرښه پروت ولایت دی، خو د یاد ولایت اوسېدونکي وايي چې دوی خپل ځنګل ساتلی او تراوسه يې هېڅ چا ته د ځنګل وهلو اجازه نه ده ورکړې.
د نورستان د چاپېریال ساتنې ادارې کارکوونکی میر زمان امین وايي:
"دلته په داسې شکل ځنګل نه وهل کېږي چې یا نورو ولایتونو ته انتقال شي او یا هم پاکستان ته قاچاق شي، یوازې د خلکو د ابادۍ د اړتیا په نظر کې نیولو سره وچې او له ودې وتلې ونې پرې کېږي، دغه ونې چې څه وخت پرې کېږي، د شورا پلاوی او د زراعت یو کس به ورسره وي، بې له دې هېڅ څوک ونه نشي وهلی."
د نورستان په ګاونډ کونړ کې د پکتیا، خوست او پکتیکا او ننګرهار په څېر په تېرو درېیو لسیزو کې په زرګونه هکتاره ځمکه ولاړ ځنګل وهل شوی او په یو شمېر لېرې پرتو سیمو کې اوس هم ځنګل وهل دوام لري.
د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ چارو رئیس انجنیر انعام الله ساپي ازادې راډیو ته وویل، په تېرو شااوخوا درېیو لسیزو کې د یاد ولایت ۴۰ سلنه ځنګلونه وهل شوي چې ورسره شنې سیمې په سپېرو دښتو بدلې شوي او په یادو ځنګلونو کې مېشتو ځنګلي ژوو هم ترې نورو ځایونو ته کډې کړي دي.
ساپي وړاندې وویل:
"په دې تېرو درېیو لسیزو کې په کونړ کې په سلو کې ۴۰ فیصده ځنګل وهل شوی دی، کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پای ته رسېدلی، له هغه وروسته زموږ د ارقامو مطابق ۲۵ ميلیونه فوټه مکعب لرګی له کونړه وتلی او د ځنګلونو پرې کولو سره ځنګلي ژوي په سلو کې اویا یا له منځه تللي او یا د خپل وطن پرېښودو ته اړ شوي دي، موږ په کونړ کې پخوا ډول ډول ځنګلي ځناور او مرغان درلودل چې اوس هغه په نظر نه راځي."
هغه وایي، دوی د وهل شویو ځنګلونو د بیارغولو لپاره د غوزانو په زرګونه نیالګي نال کړي دي.
ساپي وړاندې وویل:
"موږ هڅه کوو چې د وهلو ځنګلونو په ځایونو کې داسې ونې وکرو چې زر غټې شي او حاصل ورکړي، لکه د چهار مغزو یا غوزانو ونې، که د خلکو جیبونو ته له ځنګله زر ګټه ورسېږی، نو زه یقین لرم چې بیا به څوک ځنګل ونه وهي، بلکې د ځنګل په بیارغونه کې خپل مصارف هم وکړي، موږ ۵۰۰۰۰ د غوزانو نیالګي په دانګام، وټه پور، اسمار او ماڼوګي ولسوالۍ کې نال کړي دي."
ساپی وایي: د ځنګلونو له وهلو سره نه یوازې دا چې ژونديو موجوداتو ته زیان رسېږي، بلکې اقلیم ورسره هم بدلېږي چې دا خپله د انسانانو او نورو ژویو ژوند ګواښي.
د نورو ولایتونو د مسؤلینو په څېر د کونړ چارواکي هم وايي چې د ځنګلونو د بیا احیا او د چاپېریال د زرغونولو لپاره ګڼ پلانونه لاس لاندې لري او یو شمېر يې پلي کړي هم دي، خو خلک وایي چې له ټولو لومړی باید د ځنګلونو د وهلو او د هغو د قاچاقو مخه ونیول شي.
د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال د خلکو د یادې غوښتنې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ په ولایت کې ټولو اړوندو برخو ته امر کړی چې په خپل توان او قوت باید د ځنګلونو د وهلو او د وهل شویو لرګیو د انتقال او قاچاق مخه ونیسې، هر څوک چې د لرګیو قاچاق کوي، موږ یې په وړاندې جدي مبارزه کوو."
د چاپېریال ساتنې پوهان وايي، څوک چې د ځنګلونو ساتنه کوي، په حقیقت کې هغوی خپلو ځانونو ته د پاکې هوا جوړولو فابریکې فاعلې ساتلي او څوک چې ځنګلونه له منځه وړي، هغوی ازاده هوا ختموي او د ځانونو د وژلو لپاره لار پرانیزې، نو هر وګړي ته پکار ده چې په خپلو سیمو کې د ځنګلونو د وهلو د مخنیوی ترڅنګ د وطن د لاښکلا او زرغونولو لپاره د بوټو او نیالګیو نالولو ته ځانګړی پام وکړي، ځکه چې دې کار ته د اسلام مقدس دین جاریه صدقه ویلې ده.