د غور ولايت چارواکي وايي په دولتيار ولسوالۍ کې د پاڅونوالو پر پوستو د وسله والو طالبانو په حمله کې ١٤ پاڅونوال وژل شوي دي.
د دوى په خبره، په پُشته نور کلي کې دغه ډله ييزه حمله چې تېره شپه پيل شوې وه، اوس پاى ته رسېدلې ده.
د والي وياند عبدالحى خطيبي نن ازادي راډيو ته وويل، په حمله کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وویل:
"په هغه نښته کې چې د ولسي پاڅونوالو او طالبانو ترمنځ وشوه، د ولسي پاڅونوالو ١٤ کسان ووژل شول او ٧ تنه نور ټپيان شول، طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي، تر اوسه يې دقيق ارقام نه لرو."
د والي وياند وايي، سيمې ته اضافي دولتي ځواکونه لېږل شوي دي.
وسله والو طالبانو د وروستۍ حملې په اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.
دوه ورځې مخکې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د درېيم کنډک قوماندان فواد اندرابي د دولتيار ولسوالۍ د سمک سيمې د تصفيې د عملياتو پر مهال ووژل شو.