په هندي کشمیر کې په یو لړ عملیاتو کې ۴ مشکوک کسان وژل شوي

ارشیف، د هندوستان پوځيان

په هندي کشمیر کې په یو لړ عملیاتو کې لږترلږه څلور مشکوک کسان وژل شوي چې په کې دوه پخواني پولیس هم شامل دي.

د هندي چارواکو په وینا، دا عملیات د جمعې په ورځ د پلواما په سیمه کې شوې دي.

دوی همدارنګه زیاته کړې، دا کسان د جېش محمد د تندلارې ډلې غړي وو چې د فبرورۍ په میاشت کې یې په دې سیمه کې پر هندي ځواکونو د برید مسؤلیت منلی و.

په دې حمله د هندي ځواکونو څلوېښت سرتېري وژل شوي وو.

هند پاکستان تورنوي چې د جېش محمد په څېر ډلو ملاتړ کوي، خو پاکستان د دې ډلې د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

هندي چارواکي وايي، د نوي میلادي کال له پیله یې تر اوسه په هندي کشمیر کې تر سلو زیات وسله وال وژلي چې ۲۳ بهرني اتباع هم په کې شامل دي.

په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.