چارواکي: د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په لوګر کې ۱۸ طالبان وژلي

د لوګر مرکز پل علم

د لوګر چارواکي وايي، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په دې ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې اتلس وسله وال طالبان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د لوګر د پولیسو ویاند شاه پور احمدزي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، دا عملیات د محمداغې ولسوالۍ په ابپران کلي کې شوي دي.

شاه پور احمدزي د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې په دې عملیاتو کې له وسله والو طالبانو وسلې، مهمات او نور وسایل هم نیول شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د دې ادعا په اړه مشخصه تبصره نه ده کړې.

د لوګر ولایت کابل ته څېرمه پروت دی چې د محمداغې ولسوالۍ په شمول یو شمېر سیمو کې یې وسله وال طالبان فعال دي.