د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د اختر په درېیو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ تنو ته په ټرافیکي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د مرکز غزني په اړوندو کې د تېر کوچني اختر په درېیو ورځو کې د ۲۰ په شااوخوا کې ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې په ترڅ کې يې دوه ماشومان وژل شوي او د دوو ښځو او ۷ ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ټپیان دي."
نوري زیاتوي، دغه پېښې له ټرافیکي قوانینو څخه د سرغړونې او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.