د افغانستان په ګرمو سیمو کې په داسې حال کې د کوکنارو نېښ وهل پای ته رسېدلي چې د دې ولایتونو د محلي چارواکو د څرګندونو پر اساس، سږ کال دوی ته مرکزي ادارې د کوکنارو د کښت اړولو لپاره هېڅ پلان نه دی ورکړی، ځکه نو د پام وړ ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه نه دي پاکې شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، ډېری کوکنار د افغان دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږي او طالبانو خلکو ته امر کړی چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه، د امنیتي پلان پر اساس دا مهال افغان ځواکونو خپل ټول پام د نشه يي موادو د جوړولو پر کارخانو باندې بریدونو ته اړولی دی.
دی وایي:
"دښمن تر خپل واک لاندې سیمو کې خلکو ته امر کړی چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري او نشه یي مواد تولید کړي، پر دې اساس د افغان نظامي ځواکونو پالېسي داده چې د دښمن عایداتي سر چینې په نښه او وچې کړي، په روان شمسي کال کې زموږ پلان دا دی چې د دښمن د مرکزونو او مشرانو ترڅنګ، د نشه يي موادو د جوړولو هغه کارخانې هم ويجاړي کړو چې دوی ته یې ګټه رسېږي."
د افغانستان د بیارغونې د څار د امریکايي بنسټ یا سیګار مشر جان سوپکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې نشه يي مواد له هغو درېیو مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي چې د افغانستان امنیت او اقتصاد یې له ګواښ سره مخ کړي دي.
د افغانستان د بیارغونې د څار د امریکايي بنسټ یا سیګار مشر جان سوپکو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، افغان ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د (۲۷۸) عملیاتو په نتیجه کې (۳۲۳) قاچاق کوونکي نیولي او د نشه يي موادو (۵۴) لابراتوارونه او دوه زېرمې ویجاړې کړي دي.
امنیتي کارپوه محمداګل مجاهد د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د واک پراخېدل د کوکنارو د کښت د ډېرېدو ستر لامل بولي او وايي چې په دې سیمو کې له کوکنارو سره د افغان ځواکونو د مبارزې ناکامي به د کوکنارو کښت نور هم ډېر کړي.
ده وویل:
"هلمند ولایت ته یو ډول خشخاش راوړل شوي چې درې فصله حاصل ورکوي او د دې تخمونو راوړل د افغان بزګرانو له وسه بهر کار دی، ان دا چې د هیروئینو جوړولو لپاره ضروري مواد هم له بهره راځي، د نشه یی موادو په کاروبار کې میلیاردونه ډالر ښکته پورته کېږي، د دولت تر واک لاندې سیمو کې باید د کوکنارو له کښت سره مبارزه وشي، په مجموع کې ترڅو چې په افغانستان کې امنیت، سوله او ثبات ټینګ نه شي، د نشه یي موادو د کښت، تولید او قاچاقو مخنیوی سخت کار دی."
د سیګار وروستی راپور ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمې د تېر میلادي کال په پرتله پراخې شوي او دا سیمې ډېری په هغو ولایتونو کې دي چې هلته تاریاک کرل کېږي.
راپور: مرسلین ارسلا
Your browser doesn’t support HTML5
د کوکنارو راپور