په کندز کې دوه کسان د مورفینو د قاچاق په تور ونیول شول

د کندز امنیه قوماندان منظور خان ستانکزی

په کندز ولایت کې دوه کسان د مورفینو د قاچاق په تور ونیول شول.

د کندز ولایت امنیه قوماندان منظور ستانکزي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دوه کسان هغه مهال د دې ولایت په امنیتي کمربند کې د تلاشۍ پر مهال ونیول شول چې غوښتل یې اووه کیلو او (۸۰۰) ګرامه مورفین یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کړي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې سږ کال تر دې مهاله نږدې شل کسان د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي او بيا عدلي او قضايي مرکزونو ته معرفي شوي دي.