په ننګرهار ولایت کې د هیروئینو جوړولو یو لابراتوار ویجاړ شو

ارشیف، د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار یو انځور

په ننګرهار ولایت کې د هیروئینو جوړولو یو لابراتوار ویجاړ شو.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په غني خېلو ولسوالۍ کې د هیروئینو جوړولو یو لابراتوار ویجاړ او يو شمېر نشه يي مواد، وسلې او مهمات یې ونیول.

په یوه بله پېښه کې پولیسو په سرخ رود ولسوالۍ کې د درمل جوړولو پر یوه شرکت برید کړی چې په نتیجه کې یې د ټابلېټ کا جوړولو یوه دستګاه، د نشې ۱۱ زره ګولۍ او (۸۰۰) کیلو ګرامه نشه يي او کېمیاوي مواد نیولي دي.