د غزني د والي ویاند: افغان ځواکونو د غزني خواجه عمري ولسوالي ونیوه

ارشیف، د غزني ولایت یو انځور

د غزني چارواکي وایي چې افغان ځانګړو ځواکونو د غزني خواجه عمري ولسوالي ونیوه.

د دوی په خبره چې دغه ولسوالي یې له یوه کال وروسته بېرته نیولې ده.

د والي ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"نن د ورځې نهه بجې افغان ځانګړو ځواکونو د غزني ښار ته څېره په شل کيلومترۍ کې پرته د خواجه عمري ولسوالي ونیوه چې بېرته به په کې ولسوالي او امنیه قومانداني ځای پر ځای شي."

نوري زیاتوي، دغه ولسوالۍ پرته له کوم مقاومته د افغان ځانګړو ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې دا دوهمه ولسوالۍ ده چې د دولت لاسته ورځي.

د تېرې مۍ میاشتې په ۲۸ مه نېټه د غزني ده یک ولسوالۍ هم افغان ځواکونو نیولې وه چې دواړه ولسوالۍ د تیر اګست میاشتې په لسمه نېټه پر غزني د ولسوالیو له لوري د درنې جګړې وروسته طالبانو نیولې وې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.