نیوزویک مجله:
نیوزویک مجلې لیکلي چې په افغانستان کې د ۷۴۰ میلیاردو ډالرو له مصرف سره سره دا هېواد لا هم په جنګ کې ډوب دی.
په دوام کې راغلي چې داسې ورځ نشته چې افغانستان په کرار وي.
د نیوزویک د مجلې په لیکنه، یا طالبان د افغان پوځ پر پوستو برید کوي او یا هم د یوې هوايي حملې په نتیجه کې په تېروتنې سره یوه تراژيدي رامنځته کېږي.
مجلې وړاندې لیکلي، که متحده ایالتونه او ایران د څو وروستیو اوونیو پورته شوي کړکېچونه کم نه کړي، په افغانستان کې به تاوتریخوالی زور واخلي.
په دوام کې راغلي، افغانستان به سمدستي د ایران او امریکا د جګړې په ډګر بدل شي او افغانان به یې تاوان پرې کړي.
د نیوزویک په دې مقاله کې راغلي، که چېرته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو امر وکړي، امریکایان به هرکلی ورته ووايي.
د نیوزویک په خبره، که واشنګتن هیله لري چې امریکايي سرتېري له افغانستانه وباسي او جنګ پای ته ورسوي، اړ دی چې هغه انرژي او وخت چې د طالبانو په بمبارولو لګوي، په هماغه اندازه د سولې پروسې ته هم پام وکړي.
نیوزویک داسې وخت دا خبره مطرح کړې چې امریکا ویلي، په افغانستان کې له سوله ییزې لارې د جنګ د پای ته رسولو په لټه کې ده.
امریکا د دې چارې لپاره زلمی خلیلزاد د خاص استازي په توګه ټاکلی او څو واره یې له طالبانو سره خبرې هم کړي دي.
ګارډین:
ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال د نجونو د ملي ټيم د جنسي ځورونې په قضیه باندې یو وار بیا مقاله لیکلې ده.
ورځپاڼې لیکلي چې فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون او د اسیا د فوټبال کنفدرېشن ته د وړم ۲۰۱۷ کال په اپرېل میاشت کې احوال رسېدلی و چې د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې له لوبغاړو سره جنسي زور زیاتی کېږي.
ګارډین لیکلي چې دوی ته یو ایمېل رسېدلی چې څرګندوي چې د جنسي ځورونو په اړه په ۲۰۱۷ کال کې فیفا او اسیايي فدراسیون ته احوال ورکړل شوی و.
د مقالې په دوام کې راغلي چې فیفا او اسیايي فدراسیون ظاهراً هماغه وخت کوم اقدام نه و کړی.
د ګارډین په دې مقاله کې د فیفا د یوې ویاندې په حواله بیا راغلي چې دوی د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې له دې قضیې خبر شول او سمدستي یې خپلې څېړنې پیل کړې.
د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د چارواکو په لاس د نجونو د ملي ټيم د ځینو غړو د جنسي ځورونې راپور خپور کړی و.
ګارډین ته هغه وخت د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم مخکنۍ مدیرې خالدې پوپل، د فوټبال د ملي ټیم پخوانیو غړو شبنم مبارز او مینا احمدي او د دوی مخکنۍ روزونکې کیلي لیندسي په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونو ادعاوې کړې وې.
تر دې راپور وروسته افغان ولسمشر اشرف غني لویې څارنوالۍ ته امر وکړ چې په دې اړه جدي تحقیقات وکړي.
څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د مشر کرام الدین کریم او د دغه فدراسیون د ځینو نورو چارواکو دندې وځنډولې.
کرام الدین کریم او د فوټبال فدراسیون نورو تورنو شویو چارواکو د جنسي ځورونو ادعاوې بې اساسه وبللې او رد یې کړې.