پوتین: که څوک د "نوي پیل" د تړون غځول نه غواړي، موږ یې هم نه غځوو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، که چېرې امریکا د نوې پیل په نوم د وسلو د کنټرول د تړون په نوي کولو کې لېوالتیا نه لري، روسیه د دې تړون پرېښودلو ته چمتو ده.

پوتین د پنجشنبې په ورځ په سېنټ پټرزبورګ ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې وویل:

"موږ اړتیا نه لرو چې دا تړون وغځوو، زموږ سېستمونه د کافي ډېرې مودې لپاره د روسیې امنیت تضمینولی شي."

ولسمشر پوتین د نړیوالو خبري رسنیو له مشرانو سره په لیدنه کې زیاته کړه:

"که چېرې هېڅ څوک د نوي پیل د تړون د غځولو اړتیا نه ویني، بیا موږ هم دا کار نه کوو."

نوی پیل د روسیې او امریکا ترمنځ د وسلو د کنټرول یوازنی تړون دی چې د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتیژیکو اټمي وسلو ځای پر ځای کول محدودوي.

دا تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاسلیک شوی او که دواړه خواوې یې د پنځو نورو کلونو لپاره تمدید نه کړي، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې پای ته رسېږي.