د سولې ولسي حرکت وايي، غړي یې طالبانو نه وو تښتولي، بلکې د طالبانو تر واک لاندې سیمې ته له هغوی سره د خبرو لپاره تللي وو.
د سولې ولسي حرکت وايي، غړي یې برمته شوې نه وو، خو دا چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ټیليفوني شبکو کار نه کاوه، نو د څه وخت لپاره یې له خپلو ملګرو سره تماس نه شو ټینګولی.
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست چې خپله هم د طالبانو له مشرتابه سره د خبرو لپاره بېول شوی و، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د څو ورځو له تېرولو وروسته پرون بېرته لښکرګاه ته ستون شو.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو یې هرکلی وکړ او ورسره یې صمیمانه چلند وکړ.
دی زیاتوي:
"موږ د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته د سولې له پیغام سره تللي وو، د خلکو دردونه مو له هغوی سره شریک کړل، رغوونکي بحثونه مو وکړل، ځیني سوتفاهمونه حل شول او بېرته لښکرګاه ته ستانه شو."
لښکر ګاه ته د ستنېدو پر مهال سلګونو کسانو د سولې د ولسي حرکت د غړو هرکلی وکړ.
د دې حرکت شااوخوا دېرش غړي له کوچني اختر څو ورځې مخکې له لښکرګاه څخه د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته تللي وو، دا ولسوالي له څو کلونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې ده.
د دوی څو مخکښ غړي چې طالبانو د خبرو لپاره له ځان سره بيولي وو، د څو ورځو لپاره ورسره اړیکې پرې وې او ویل کېدل چې دوی برمته شوي دي.
ښاغلی وطندوست وايي، د دې حرکت یو شمېر غړي د طالبانو له خوا له پوښتنو ګروېږونو سره مخ شول، ځکه هغوی شک درلود چې له حکومتي ځواکونو سره به اړیکې ولري.
ښاغلی وطندوست چې د کوچني اختر ورځې یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې تېرې کړې، هلته یې د اختر د خلکو د ژوند په اړه وویل، همغسې چې د ښارونو خلک له چاودنو او انتحاري حملو په وېره کې دي، د طالبانو تر ولکې لاندې د سیمو خلک بیا له بمباریو او هوايي بریدونو وېره لري.
د سولې ولسي حرکت تېر کال د هلمند په مرکز لښکرګاه کې تر هغې انتحاري حملې وروسته چې ۱۶ کسان پهکې ووژل شول او ۵۲ نور ټپیان شول، خپل فعالیت پیل کړ، ترڅو د جګړې ښکېلو غاړو ته د سولې پیغام ورسوي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تېر کال د افغانستان په شخړو کې د ۹۰۰ ماشومانو په شمول ۴۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي چې د عامو خلکو لپاره یو خونړی کال و.
په وروستیو کې په قطر کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د سولې څو پړاوه خبرې شوي، خو تر اوسه پورې دا خبرې داسې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي چې په افغانستان کې د اوربند، د جګړې د کمېدو او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته د لارې د هوارېدو سبب شي.