خلیلزاد: امریکا به خپل متحدان په افغانستان کې یوازې پرې نږدي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې امریکایي ځواکونه به خپل متحدان په افغانستان کې یوازې پرې نږدي.

خلیلزاد دا ژمنه د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د ناټو له یو شمېر نورو مشرانو سره پرون په بروکسل کې د یوې غونډې پرمهال وکړه.

تر دې لیدنې کتنې وروسته خلیلزاد پر ټوېټر ولیکل چې موږ افغانستان ته یوځای تللي یوو او که ترې وځو یوځای به وځو.

خلیلزاد تر اوسه له طالبانو سره شپږ ځله د تړلو دروازو شاته په قطر کې لیدلي دي او دا پنځم ځل دی چې دی د ناټو مشران له دې خبرو خبروي.