د سولې ولسي حرکت وایي چې په هلمند کې د دوی د نیول شویو کسانو په اړه یو شمېر طالبانو دوی ته ډاډ وکړی دی چې بد چلند به ورسره نه کېږي.
د سولې د ولسي حرکت د رسنیو د برخې مسؤل باچا خان مولاداد ازادي راډیو ته وویل:
"تراوسه موږ په خپله د طالبانو له مسؤلینو سره خبرې کړي، هغوی راته وایي چې د هېڅ تشویش خبره نه ده، تاسو مطمیئن اوسئ، کومه خبره نه شته."
د سولې ولسي حرکت د تېرې پنجشنبې په ورځ له لښکرګاه څخه د نادعلي، ګرشک او موسی کلا ولسوالیو په لور حرکت پیل کړ، یوه ورځ وروسته دې حرکت اعلان وکړ چې طالبانو د دوی ۲۴ غړي چې ۴ یې مخکې او ۲۰ نور یې ورپسې په یوه نامعلوم لوري بوتلل.
د سولې ولسي حرکت تېرکال په لښکرګاه کې پیل شو او هدف یې د جګړې ښکېلو غاړو ته د سولې د پیغام رسول دي.