روس‌پلوه بېلتون غوښتونکو سره په شخړه کې ۴ اوکرایني سرتېري وژل شوي

اوکرایني ټانکونه

اوکراين وايي څلور سرتېري يې د دغه هېواد په ختيځ کې له روس‌پلوه بېلتون غوښتونکو سره په شخړه کې وژل شوي، او څلور نور ژوبل دي.

د اوکراين دفاع وزارت نن وويل، ٣ سرتېري هغه وخت ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول چې بېلتون غوښتونکو جګړه‌مارو د سپکو او درنو وسلو ډزې ورباندې وکړې.

د وزارت په حواله دغو بېلتون غوښتونکو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د اوربند له موافقې ١٦ وارې سرغړونه کړې ده.

دغه وزارت په جلا اعلاميه کې ويلي، د بېلتون غوښتونکو له‌خوا يوه توغول شوي توغندي کې چې د اوکرايني سرتېرو يو موټر يې په نښه کړ، څلورم سرتېرى ووژل شو او بل ټپي شو.

د مېنسک د موافقو له مخې د ټانکونو ضد ميزايلو په ګډون درنې وسلې منع دي.

د اوکراين دفاع وزارت ويلي وسله‌والو ځواکونو يې لږ تر لږه يو بېلتون غوښتونکى وژلى او بل تن ټپي کړى دى.

له ٢٠١٤م کال راهيسې د اوکراين په ختيځ کې د روس‌پلوه بېلتون غوښتونکو او د اوکراين د دولتي ځواکونو ترمنځ شخړه کې شااوخوا ١٣٠٠٠ کسان وژل شوي دي.