ټرمپ: د امریکا او بریتانیا لویه اندېښنه د ایران د اټمي وسلې ګواښ دی

د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې (ښۍ) د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د خبري کنفرانس پر مهال

د امریکا ولسمشر وايي، واشنګټن او لندن غواړي ډاډمن شي چې ایران اټمي وسلې نه‌جوړوي او د ترهګرۍ ملاتړ پای ته رسوي.

ډونالد ټرمپ بریتانیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د سې شنبې په ورځ د بریتانیا له صدراعظمې ترزا مې سره په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا او بریتانیا یوه لویه اندېښنه د اټمي وسلو ګواښونه دي.

ښاغلی ټرمپ زیاتوي: "د هغو فوري ګواښونو په منځ کې چې دواړه هېوادونه ورسره مخ دي، یو ګواښ د اټمي وسلو پراختیا ده او ښايي دا تر ټولو لوی ګواښ واوسي. د امریکا متحده ایالات او بریتانیا غواړي ډاډمن شي چې ایران اټمي وسلې نه‌جوړوي او د ترهګرۍ ملاتړ نه‌کوي او لاس په‌کې نه‌لري."

په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

واشنګټن یو کال مخکې له ایران او نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ له لاسلیک شوي اټمي تړون ووت او پر دې هېواد یې بېرته له سره بندیزونه ولګول.

سره له دې چې بریتانیا د امریکا مهم متحد هېواد دی، خو ویلي یې دي چې د ایران سره په ۲۰۱۵ م کال کې لاسلیک شوی اټمي تړون ته به ژمن پاتې شي.

د امریکا دوه نورو متحدانو فرانسې او جرمني هم ویلي چې له ایران سره له دې اټمي تړون نه‌وځي.