پروان ولایت کې ډېره اندازه چاودېدونکي مواد نیول شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې پروان ولایت

د پروان پولیسو په دې ولایت کې د پام وړ اندازه چاودېدونکي مواد نیولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د سیدخېلو ولسوالۍ په یو کور کې یې په څلور بوجیو کې د امونیم نایترېت چاودېدونکي مواد موندلي دي.

خبرپاڼه وايي، ترورېستانو غوښتل له دې موادو د بمونو په جوړولو کې کار واخلي.

د دې چاودېدونکو موادو په تړاو د چا د نیول کېدو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.