د افغانستان د سولې ولسي حرکت وايي وسلهوالو طالبانو يې ٦ ملګري خوشې کړې دي.
خو دغه حرکت وايي، لا هم د خپلو ٢٠ نورو ملګرو په اړه معلومات نهلري چې څلور ورځې مخکې يوځاى د هلمند موسى کلا ولسوالۍ ته ورغلي وو.
د سولې ولسي حرکت د اړيکو مسؤل باچا خان مولاداد نن سهار رسنيو ته په وېډيويي پيغام کې وويل: "نن څلورمه ورځ کېږي چې زموږ ملګري د طالبانو تر کنټرول لاندې موسی کلا ته تللي. اندېښنه دا ده چې دې څلورو ورځو کې طالبانو په رسمي ډول تأیید کړې نهده چې زموږ ملګري ورسره دي."
د مولاداد په خبره د دوی د حرکت مشرتابه او ملګري په دې هدف موسی کلا ته ولاړل چې له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی سولې ته وهڅوي.
د سولې ولسي حرکت غړي په تېر یوه کال کې د افغانستان ګڼو سیمو ته تللي او د سولې او اوربند غږونهیې پورته کړي.
دې ډلې چې لومړی یې شمېر اووه کسه و د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشت کې له لښکرګاه د سولې د غږ د اوچتولو په هدف د افغانستان شمال ته پلی حرکت وکړ او د لارې په اوږدو کې لسګونه کسان ورسره ملګري شول.