چین د "تيانانمِن" په میدان کې امنتیي تدابیر زیات کړي دي

آرشیف، معترضین په "تيانانمِن" میدان کې. June 4, 1989

چين د پيکنګ په تيانانمِن څلور لاري کې د لاريون په خونړۍ توګه د ځپنې د دېرشمې کليزې پر مهال نن سې شنبه امنیتي تدابیر زيات کړي دي.

ویل کېږي په هغه ورځ سلګونو او ښايي زرګونو کسان ووژل شول چې د ډموکراسي په پلوي يې لاریون کړی وو.

محصلین او کارګران د ۱۹۸۵میلادي کال په پسرلي کې په تيانانمِن میدان کې راټول شوي وو او په چین کې د فساد د پای او دموکراټيک بدلون غوښتنه کړې وه.

تر اووه اوونۍ اعتراض وروسته د چین کمونېست حکومت د اعتراض کوونکو پر ضد سرتيري او ټانکونه ولېږل چې په نتيجه کې يې تيانانمِن ته پر تلونکو سرکونو سلګونو لاريون کوونکي او پر لاره تېرېدونکي ووژل شول.

چين دا ورځ په رسمي توګه نه یادوي.

د اروپايي ټولنې رئيسې فدريکا موګيريني نن له چينه په يوه اعلاميه کې وغوښتل چې د اعتراض کوونکو نيول کېدل او وژل کېدل دې ومني.

دې ويلي، د چين د حکومت له‌خوا د وژل شويو او په بې رحمۍ د ځپل شويو شمېر هېڅ‌کله په رسمي توګه نه‌دی تأييد شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم له چينه غوښتي چې د دې پيښې په اړه دې حقیقت ووايي.

په واشنګټن کې د چین سفارت د پامپیو خبرې د چین په کورنيو چارو کې لاسوهنه بللي دي.