تمه ده چې د متحدایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د بریتانیا د صدراعظمې ټرزا مې د خبرو له پیل مخکې نن لسګونه زره کسان په لندن کې اعتراضیه لاریون وکړي.
د مې او ټرمپ خبرې نن ماسپښین په پام کې دي.
له دې یوه ورځ مخکې ټرمپ ته د ملکې الېزابت په کوربهتوب د رسمي مراسمو په ترڅ کې هرکلی وویل شو.
ملکې مراسمو ته په وینا کې وویل، خوشاله ده چې دواړو هېوادونو ته د خپلو پراخو اړیکو د اهمیت د څرګندولو لپاره یو بل فرصت په لاس ورغلی.
ټرمپ په ځواب کې د لندن او واشنګټن اړیکې خاص وبلل او بیا یې د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو کې د ۱۹۴۴ میلادي کال د جون په ۶مه د متفقینو له خوا د فرانسې په شمال کې د نورماندي ښار د نیولو یا «D-Day» ورځې کلیزې ته د درناوي مراسم پرځای کړل.
په بریتانیا کې نظرپوښتنې ښيې چې ولسمشر ټرمپ تر ډېره د بریتانیا د خلکو نه خوښېږي او په همدې دلیل پولیس اټکل کوي چې ښايي په مرکزي لندن کې د نننیو اعتراضونو له کبله لارې بندې شي.