د اوکراین نوی ولسمشر په بروکسل کې د ناټو له مشرانو سره وګوري

د اوکراین نوی ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

ټاکل شوې چې د اوکراین نوی ولسمشر بهر ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې نن په بروکسل کې د ناټو له مشرانو سره وګوري.

ولادیمیر زلنسکي به د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره وګوري او د ناټو- اوکراین د کمېسیون په غونډه کې به ګډون وکړي.

تمه ده چې زلنسکي به په‌دې غونډه کې د اوکراین په ختیځ کې د وضعیت مسئله راپورته او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو د چټکولو پر لارو چارو بحث وکړي.

د ناټو- اوکراین کمېسیون د کیف او دې ټلوالې ترمنځ د همکارۍ په چاره کې اساسي ونډه لري.

زلنسکي په پام کې لري چې سبا د جون په پنځمه د اروپايي شورا له مشر ډونالډ ټوسک او د اروپايي کمېسیون له مشر ژان کلود یونکر سره وګوري.