د بشري حقونو د څار سازمان د سوریې او روسیې پوځي ائتلاف تورن کړی چې د سوریي په شمال کې یې پر ملکیانو د بریدونو پر مهال له هغو وسلو کار اخېستی چې په نړیواله سطح منع دي.
دغې ادارې د جون پر درېیمه په خپل یوه راپور کې ویلي چې د اپریل له ۲۶مې څخه په هغو سیمو کې چې په ادلیب، هاما او حلب ولایتونو کې د حکومت ضد ډلو سره واک کې دي، هره ورځ سلګونه بریدونه شوي دي.
دغه اداره اټکل کوي چې پهدې بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۲۰۰ ملکیان وژل شوي دي.
دې ادارې چې مرکز یې په نیویارک کې دی په خپل راپور کې لیکلي منع شوي کلستر یا خوشهیي مهمات او هم اورغورځونکي وسلې په ملکي میشتو سیمو کې د بریدونو پر مهال کارول شوي دي.
د راپور له مخې په دغو بریدونو کې د بیرلي بمونو په څېر وسلې هم کارول شوي چې ډېره سیمه تخریبولی شي.
د بشري حقونو د څار په سازمان کې د منځني ختیځ سرپرست مشرې لاما فاکیح «Lama Fakih» ویلي چې روسیې د ملکیانو پرضد د ناسم چلند په برخه کې د خپل ځان او په دمشق کې د خپل متحد د خوندي کېدو لپاره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې له خپل موقفه ناوړه استفاده کړې ده.
روسیې او ایران د سوریې په اته کلنه کورنۍ جګړه کې د بشارالاسد په مشرۍ حکومت سره پوځي او دیپلوماتیک ملاتړ کړی دی.