خلیلزاد: پاکستان د افغان سولې د بهیر د مخکې تګ لپاره څه کولی شي؟

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، له پاکستاني چارواکو سره یې په‌دې بحثونه کړي چې دا هېواد د افغانستان د سولې د بهیر د مخکې تګ لپاره څه کولی شي؟

ښاغلي خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ غرمه مهال پر خپلو ټویټر ویلي، په اسلام اباد کې یې پاکستاني چارواکو ته د «افغانستان د سولې په خبرو کې» په هغه پرمختګ هم معلومات ورکړي چې تېره میاشت شوی دی.

زلمي خلیل‌زاد تېره میاشت له وسله‌والو طالبانو سره د قطر په مرکز دوحه کې د شپږم ځل لپاره څو ورځني مخامخ مذاکرات وکړل، خو په‌کې د کوم لوی پرمختګ راپور ونه کړل شو.

هغه مهال زلمي خلیل‌زاد ویلي و چې بین‌الافغاني مذاکرات، اوربند، د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادنو د ترورېستي بریدونو نه کولو ډاډ او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل د خبرو د اصلي عناصرو په توګه پاتې کېږي.

زلمي خلیل‌زاد په خپل تازه ټویټ کې ویلي، د افغانستان په سوله کې د پاکستان همکاري د سیمې د ګټو او د امریکا او پاکستان ترمنځ د پیاوړو اړیکو سره مرسته کولی شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن استازی به سیمې ته د خپل دې تازه سفر ترڅنګ د سیمې هېوادونو له چارواکو سره په لیدو کتو سربېره د اووم ځل لپاره له طالب استازو سره مخامخ خبرې وکړي.