د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بریتانیا ته په درې ورځني رسمي سفر نن لندن ته رسیدلی دی.
ټاکل شوې ده چې ټرمپ او مېرمن میلانیا به دوشنبې د بریتانیا له شاهي کورنۍ سره وګوري او د ملکې الزابیت سره به په بکینګهم ماڼۍ کې غرمنۍ وکړي. نوموړې وروسته په دولتي میلمستیا کې برخه اخلي.
لندن ته په رسېدو ټرمپ پر خپل ټویټر د لندن ښاروال صادق خان «یو پوخ ناکام» وباله.
صادق خان د امریکا د ولسمشر هرکلي ته د سرې غالۍ پر غوړولو انتقاد کړی و.
ټرمپ بریتانیا ته پهداسې حال کې په رسمي سفر ځي چې بریتانیا کې دننه له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو په پلان کې ځنډ او له واکه د صدراعظمې ټرزا مې د لېرې کېدو پریکړې سیاسي کړکېچ رامنځته کړی دی.
د برګزیټ یا له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو پرموضوع د ټرمپ څرګندونو هم د نوموړي پردې سفر سیورۍ کړی دی.
ټرمپ بریتانیا ته له رسېدو مخکې ویلي و، د دې هېواد پخوانی د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن به د مېرمن مې بهترین ځای ناستی وي.
د ملکې سره د ټرمپ د غرمنۍ پر مهال سلګونو مظاهره چیانو د بریتانیا پارلمان ته نژدې مظاهرې پلان کړي دي.