د هلمند ولایت د کرنې ریاست وایي، د روان لمریزکال تر پایه به د انګورو او انارو په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي.
د دغه ولایت د کرنې ریاست مشر زلمي الکو دا خبره په نوموړي ولایت کې سږنیو پراخو ورښتونو ته په پام سره کوي.
نوموړي نن د دوشنبې په ورځ پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په ټوله کې به د ۱۳۹۸کال تر پایه ۱۳ سلنه د انارو او ۱۲ سلنه د انګورو په برخه کې زیاتوالی ولرو."
دا پهداسې حال کې ده چې تېر وچکالیو پهدغه ولایت کې د بڼونو حاصلات اغېزمن کړي وو.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هلمند ولایت کې په یو نیم زره جریبه هکتاره ځمکه کې د تازه مېوو بڼونه جوړ دي.