د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست تېره ورځ زابل ته سفر درلود

ارشیف، د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست د زابل د امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف دغه ولایت ته سفر درلود.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې اسدالله خالد د یکشنبې په ورځ دغه ولایت ته یو ورځنی سفر درلود او د امنیتي چارواکو او سیمه ییزو قومي مشرانو سره یې ولیدل.

ښاغلي سیال دغه راز وویل چې د دفاع سرپرست وزیر په ځینو سیمو کې د عملیاتو د پیل خبره هم وکړه.

ده وویل:

"دلته یې ډېر ښه زېري درلودل، په یو شمېر سیمو کې یې د عملیاتو د پیلولو پلانونه له ځانه سره راوړي وو، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې اندېښنې پکې شته، د عملیاتو دقیق وخت لا معلوم نه دی."

په دې وروستیو کې په زابل کې د طالبانو د فعالیتونو د ډېرېدو له کبله اندېښنې راپورته شوي وې.

د زابل چارواکي وایي، د زابل له لسو ولسوالیو یوه یې خاک افغان ولسوالۍ له څو کلونو راهیسې د طالبانو په واک کې ده او په یو شمېر نورو لکه دای چوپان، نوبهار، اټغر او میزانې ولسوالیو کې تر نورو د طالبانو تحرکات ډېر دي، خو د افغان ځواکونو عملیات هم په بېلابېلو سیمو کې دوام لري.