د قطر د بهرنیو چارو وزیر وایي چې دوحه په مکې کې د ایران په وړاندې د سیمه ییزو شخړو د ډېرېدو په برخه کې د وروستۍ غونډې نتایج ردوي، ځکه په دې اړه له دوحې سره مناسبې سلا مشورې نه دي شوي.
سعودي عربستان د تېرې اوونۍ په پای کې په مکې کې د درېیو مهمو غونډو کوربه و.
تر دې وړاندې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز خبرداری ورکړی و چې په خلیج کې ترورېستي بریدونه د نړۍ په سطحه د تېلو عرضه اغېزمنولای شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني پرون وویل چې د خلیج او عرب جلسو اعلامیې له وړاندې جوړي شوي وې او له دوحې سره مشوره نه وه شوې.
نوموړي وویل چې قطر د دې اعلامیو په اړه ملاحظې لري، ځکه ځیني ټکي یې د قطر له بهرنۍ پالېسۍ سره په ټکر کې دي.
ایران په خلیج کې د تېلو پر ټانکرونو په وروستیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.