په روسیه کې له چاودنو وروسته پیل شوی اضطراري حالت پای ته رسېدل

د روسیې بیرغ

د روسيې چارواکي وايي، د ژغورنې هغه اضطراري عمليات پاى ته رسېدلي چې تر يو لړ چاودنو وروسته پيل شوي وو.

په دغو چاودنو کې د روسيې په مرکزي برخه کې د چاودېدونکو موادو يوه بټۍ ويجاړه شوې ده.

چارواکي وايي، د دې چاودنې د علت د معلومولو لپاره تحقيقات پيل شوي دي.

د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت يوه چارواکي والري سينکوف نن د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، د ژغورنې اضطراري عمليات بشپړ شوي او اوس د زيانونو ارزونه کېږي.

د روسيې د روغتيا وزارت نن وويل چې د کريستال بټۍ د ٤٤ کارکوونکو په ګډون ٨٩ کسانو ته طبي مرستې برابرې شوي دي.

وزارت ويلي چې په دې چاودنو کې د بټۍ ٣٩ کارکوونکي او ٤٦ محلي اوسېدونکي ټپيان شوي دي.